ډېر لوستل شوي

د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل مرستیال د ۲۰۱ قول اردو له ښوونیز مرکز لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل مرستيال حافظ عبدالمجید د یو ګډ پلاوي په ملتیا د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو له ښوونیز مرکز او کنډکونو ليدنه کړې ده.

ياد وزارت وايي، چې ښاغلي عبدالمجيد د یاد مرکز له استادانو او منسوبینو سره په کتنه کې د اعداد پر ارزښت، د اسلامي نظام پر اهمیت، د اميرانو اطاعت او نورو مهمو موضوعاتو په تړاو د خبرو ترڅنګ لازمې لارښوونې کړې دي. دغه راز حافظ عبدالمجید د قول اردو له رهبرۍ مننه کړې او د ښوونېزو چارو مسوولین او منسوبین یې د دوی د همکارۍ له امله ستايلي دي.

اړوند خبرونه