ډېر لوستل شوي

د ۲۰۰ روږدو ناروغانو درملنه؛ عامې روغتيا وزارت دا دیني او انساني مسوولیت بولي

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستيال مولوي عبدالولي حقاني وايي، چې تر ۲۰۰ پورې په نشه‌يي توکو روږدو ناروغانو درملنه شوې ده.

ښاغلي حقاني د روږدو ناروغانو د درملنې په موخه په ځانګړې پروګرام کې زياته کړې، چې دا يوازې يوه طبي لاسته‌راودنه نه ده، بلکي له ديني اړخه هم يوه مهم مسووليت دی.

مولوي عبدالولي حقاني ټینګار کړی، چې بې‌وزلو ته خدمت وړاندې کول د اسلامي امارت له بنسټېزو دندو څخه دی.

د عامې روغتيا وزارت مرستيال له کورنیو غوښتي، چې له اعتیاده خلاصو شویو کسانو سره د یوه سالم انسان په توګه چلند وکړي.

د ويلو ده، چې ياد وزارت په دې وروستيو کې د مرکز په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې ګڼ روږدي کسان راټول او تر درملنې وروسته يې روغ رمټ خپلو کورنو ته لېږلي دي.

اړوند خبرونه