کورنیو چارو وزارت وایي چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په نیمروز، غزني او هرات ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۹ کسان نیول شوي دي.
د یاد وزارت وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې پنځه کسان په نیمروز کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو، په غزني کې دوه کسان د غلا او په هرات کې هم دوه کسان د غلا په تړاو نیول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې نیولشوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.
کورنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې د ترهګرۍ ضد پولیسو همداراز په غزني، سمنګان او پکتیا ولایتونو کې یوه اندازه وسلې او مهمات کشف او ضبط کړې دي.
په خبرپاڼه کې د ترلاسهشویو وسلو د شمېر او د نیولشويو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د ویلو ده چې تر دې مخکې هم د اسلامي امارت ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو لسګونه کسان نیولي او عدلي، قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.