د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم په کابل کې د ایران له سفیر عليرضا بیګدلي سره کتلي دي.
د ياد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رييس حافظ ضياء احمد تکل وايي، په دې ناسته کې دواړو لوریو په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو، د دوه اړخیزو اړیکو د پراختيا او یو شمېر نورو مهمو مسایلو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
ډاکټر نعیم د افغانستان او ایران تاریخي، سیاسي او فرهنګي اړیکې ژورې بللې او د افغان کډوالو د مېلمه پالنې او د اسلامي امارت د ملاتړ په پار له ياد هېواده مننه کړې ده.
په افغانستان کې د ایران سفیر د بهرنیو چارو وزیر وروستي سفر ته په اشارې دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی او له افغانستان سره یې د هر اړخیز ملاتړ ژمنه تازه کړه.
ښاغلی تکل زياتوي، چې په دې ناسته کې دواړو لوريو د همکاریو د لا پراختيا او د ګډو هوکړو د دوام پر ټینګښت ټینګار کړی دی.