د کابل امنيه قوماندانۍ په اختر کې له ټولو کابل مېشتو او سيلانيانو غوښتي، چې په اختر شپو او ورځو کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
د يادې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې پولیس شپه او ورځ ستاسو د امنيت او خدمت لپاره خپل مسووليت ادا کوي.
نوموړي ټينګار کړي، که هېوادوال د کومې شکمنې کړنې يا اشخاصو شاهدان وي؛ نو د پوليسو له ۱۰۰ شمېرې سره دې اړيکه ونيسي.
د کابل امنيه قوماندانۍ وياند له کابل ښاريانو دغه راز غوښتي، چې له هوايي ډزو، د پټاکيو له چاودنو او د هغوی له پېر او پلور څخه دې ډډه وکړي.