ډېر لوستل شوي

سرچينې: هالنډ کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته سپارل شوی

د سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، په هالنډ هېواد کې د پخوانۍ ادارې سفير اصف رحيمي دغه سفارت اسلامي امارت ته سپارلی دی.

ويل‌کېږي، اسلامي امارت رحیمي ته سپارښتنه کړې چې د نوي سفير تر ټاکل‌ کېدو پورې سرپرست سفير پاتې شي.

د يادونې وړ ده، چې په دې تړاو د بهرنيو چارو وزارت تر دې دمه رسمي څه نه دي ويلي.

دغه ادعا په داسې مهال کېږي، چې تر دې وړاندې هم په يو شمېر هېوادونو کې د تېرې ادارې پاتې سفارتونه تړل شوي او د اسلامي امارت بهرنيو چارو وزارت ته په رسمي ډول سپارل شوي دي.

اړوند خبرونه