د افغانستان اسلامي امارت ريیس الوزرا پر بهرمېشتو افغانانو غږ کړی چې هېواد ته دې راستانه شي او خپل هېواد کې دې استوګنه غوره کړي.
نوموړي په ارګ کې د اختر له لمانځه وروسته په خپله وینا کې ویلي چې ټولو ته بښنه شوې او هغوی هم هېواد ته راتلی شي چې کلونه کلونه یې د اشغالګرو چوپړ کړی.
دا په داسې حال کې ده چې له “شخصیتونو سره د تماس کمېسیون” په همکارۍ ګڼ نظامي او ملکي پخواني چارواکي هېواد ته راستانه شوي او د خوندیتوب کارتونه ورکړل شوي دي.