د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې د حاجي امانالله او حاجي نورالله په مارکېټ کې اورلګېدنې څو هټۍ سوځولي دي.
کورنیو چارو وزارت ویلي چې د اوروژنې ډلګۍ او امنیتي ځواکونه پر وخت د پېښې سیمې ته رسېدلي او ۱۳۹هټۍ یې له سوځېدو ژغورلي دي.
دا پېښه پرون(یکشنبه، اختر دویمه) رامنځته شوې ده.
د لومړنیو څېړنو پر بنسټ، د اورلګېدنې اصلي لامل د برېښنا شارټي ښودل شوې ده. مسوولینو زیانمنو هټیوالو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او له ټولو دوکاندارانو یې غوښتنه کړې چې د خوندیتوب مقرراتو او تدابیرو ته جدي پاملرنه وکړي، ترڅو د ورته پېښو مخه ونیول شي.