د هند او مرکزي آسيا د پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په يوه ګډه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د نشهيي توکو د مخنیوي او د کډوالو د ملاتړ په برخه کې پر همکارۍ او همغږۍ ټينګار کړی دی.
په خبر پاڼه کې د دې تر څنګ له هغه پرېکړې هم هرکلی شوی، چې له مخې يې د ترمز سيمهييز لوژستیکي مرکز د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له نړيوالې شبکې سره يوځای کېږي، څو بېځايه شويو ته بېړنۍ مرستې چټکې ورسول شي. ياده ناسته د هند د بهرنيو چارو وزير په مشرۍ د نوي ډيلي په ښار کې ترسره شوې ده.