ډېر لوستل شوي

د امريکا پرمختيايي اداره تر فشار لاندې؛ روبیو د کارکوونکو د ګوښه کولو امر کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ټولو ډیپلوماټیکو استازولیو ته سپارښتنه کړې، چې د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) پاتې کارکوونکي تر روان لمریز کال د سپټمبر تر ۳۰مې له دندو ګوښه کړي.

د هغه په بیان کې چې سفارتونو ته استول شوی، ویل شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به د دوشنبې تر ورځې د دې ادارې د ټولو بهرنیو مرستو پروګرامونه خپله اداره کړي.

یاد بیان تر هغې وروسته خپور شوی چې یوې فدرالي محکمې د ټرمپ د ادارې له‌لوري د دغو کارکوونکو د ډله‌ییز ګوښه کولو پرېکړه درولې وه.

اړوند خبرونه