بریتانیا، اسټرالیا، کاناډا، نیوزیلنډ او ناروې د صهيونيست رژيم د ماليې وزیر بتسلیل سموتریچ او د ملي امنیت وزیر اېتمار بن ګفیر پر ضد بندیزونه لګولي دي.
د یادو هېوادونو چارواکو ویلي، دواړو وزیرانو د غزې جګړې په تړاو د فلسطینیانو پر وړاندې د بشري حقونو له پولو اوښتي څرګندونې کړې او تاوتریخوالي ته یې هڅونه کړې ده.
د بندیزونو له مخې، دواړو وزیرانو ته د سفر اجازه نه ورکول کېږي او شتمنۍ به یې هم کنګل شي.
د ياد رژيم د بهرنیو چارو وزیر دا پرېکړه “نه منل کېدونکې” بللې، او ویلې یې دي، چې د حکومت کابینه به راتلونکې اوونۍ دا موضوع وڅېړي. بلخوا، واشنګټن د دغو بندیزونو مخالفت کړی دی.