د نیویارک ښاروال زهران ممداني ویلي، که د بريټانيا له چارلز درېیم سره وویني، نو له هغه به د کوه نور تاریخي الماس د بېرته سپارلو غوښتنه وکړي.
نوموړي دا څرګندونې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې کړې، چې ورسره سم په ټولنیزو شبکو کې د کوه نور الماس د مالکیت په اړه بحثونه یو ځل بیا تاوده شوي دي.
د کوه نور د مالکیت پر سر له اوږدې مودې راپدې خوا بېلابېل نظرونه شته؛ د افغانستان او هند خلک دا خپل تاریخي میراث ګڼي، خو ممداني د موضوع د حساسیت له امله د کوم ځانګړي هېواد نوم نه دې اخېستی.
کوه نور یو مشهور تاریخي الماس دی، چې د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو واکمنیو ترمنځ لاس په لاس شوی او اوس د بريټانیا د شاهي جواهراتو برخه بلل کېږي.

