ډېر لوستل شوي

مولوي امیرخان متقي د بهرني سیاست په برخه کې له چین سره د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، مولوي امیرخان متقي د چین د «سینکیانګ» ولایت له مرستیال سرمنشي «ژاؤ چاو» او مل پلاوي سره کتلي، او دواړو لوریو د افغانستان او چین د سیاسي اړیکو د لا پیاوړتیا، د متقابل باور پر بنسټ د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. 

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د افغانستان او د سینکیانګ ولایت ترمنځ د اقتصادي، ترانزیتي او سوداګریزو فرصتونو پر ارزونه او پراخولو هراړخیز بحث شوی دی.

په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي د افغانستان د بهرني سیاست د اصولو په رڼا کې له چین سره د همکاریو پر لا پراختیا ټینګار کړی، او همداراز چینايي لوري د افغانستان د امنیتي وضعیت او د سیمه‌ییز اتصال لپاره د یاد هېواد د موقعیت ستاینه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د چین د «سینکیانګ» ولایت مرستیال سرمنشي «ژاؤ چاو» همداراز د سینکیانګ او افغانستان ترمنځ د اقتصادي مناسباتو د پراخېدو لپاره د ګډو پروژو او فرصتونو د ارزونې چمتووالی ښودلی دی.

اړوند خبرونه