ډېر لوستل شوي

برېکس غړو هېوادونو پر غزې د صهيونيست رژيم بريدونه غندلي

د برېکس غړو هېوادونو مشرانو په یوې ګډې خبرپاڼه کې د صهيونيست رژيم له‌ لوري پر ایران او غزې وروستي بریدونه په کلکه غندلي او د غزې لپاره یې له کوم دليل پرته د اوربند غوښته کړې ده.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دغه خبرپاڼه د برېکس د سرمشریزې له پای وروسته خپره شوې، چې د برازیل په کوربتوب ترسره شوې وه.
برېکس چې غړي یې برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا دي، ویلي دي چې د امریکا او اسرائيل له‌ لوري پر ایران ګډ بریدونه د سیمه‌ییز ثبات لپاره خطرناک دي او نړیوالو اصولو ته سپکاوی ګڼل کېږي.

اړوند خبرونه