د برېکس هېوادونو مشرانو د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري پر وارداتو لګول شوې تعرفې د نړيوال اقتصاد لپاره زيانمنونکي بللي دي.
د يادو هېوادونو په ګډه خبرپاڼه کې راغلي: “موږ د یو اړخیزو ګمرکي او غېر ګمرکي اقداماتو د زیاتوالي په اړه جدي اندېښنه لرو، ځکه دا نه یوازې نړیوالې سوداګرۍ ته زیان رسوي، بلکې د WTO له اصولو سره هم ټکر لري.”
برېکس چې برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا پکې شامل دي، له کلونو راپدې خوا د عادلانه نړیوال اقتصادي نظام ملاتړ کوي او وايي، د امریکا له لوري د تعرفو لګول د سوداګرۍ نابرابري نه، بلکې بېثباتي زیاتوي.
دغو هېوادونو خبرداری ورکړی، چې دا ډول یو اړخیز اقدامات د نړیوال اقتصاد پر ثبات، پرمختګ او باور منفي اغېزه کوي.

