د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې امنيتي ځواکونو د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې د ۳۱۲ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق مخه نیولې او په تړاو یې دوه تنه هم نیول شوي دي.
ياد وزارت ويلي چې نیول شوي کسان به د اړوندو دوسیو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
بلخوا، د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد امید راډیو ته ويلي چې امنيتي ځواکونو يې د مومندرې ولسوالۍ د پاس دامان کلي په امنیتي چکپواینټ کې دوه کسان له ۱۲ زره او ۶۰۰ نشهيي ګولیو او په زیاته اندازه نورو انساني درملو سره نیولي دي.

