په قطر کې د حماس جهادي غورځنګ او د صهيونيست رژيم ترمنځ د اوربند او یرغمل شویو د تبادلې په اړه له سره پيل شوې لومړنۍ نامستقيمې خبرې بېپایلې پای ته ورسېدې.
دوو فلسطیني سرچینو رویټرز خبري آژانس ته ویلي، چې د اسرائيلي پلاوي صلاحیتونه د هوکړې لپاره کافي نهوو.
وړاندې تر دې چې د اسرائيل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو واشنګټن ته لاړ شي؛ دغه خبرې د یکشنبې په ورځ له سره پیل شوې.
سرچينې زياته کړې چې د ياد رژيم پلاوی له خپلې خوا د پرېکړې واک نه لري، چې دا چاره د پرمختګ خنډ ګرځېدلې ده.

