نارنج (Citrus aurantium) د لیمو له کورنۍ (Rutaceae) څخه یوه نیمهتروشه او خوشبویه مېوه ده، چې د استوايي او نیمهاستوایي سیمو د معتدله اقلیم لرونکو برخو کې وده کوي. دا مېوه، چې د خپل ځانګړي بوی، درملو ځانګړنو او غذایي ارزښت له مخې پېژندل شوې، په افغانستان کې په ځانګړې توګه د ختیځو ولایتونو لکه ننګرهار، لغمان او کونړ په کرنیزو سیستمونو کې مهم ځای لري.
نارنج نه یوازې یو موسمي خوراکي مېوه ده، بلکې د دوديز طب، خوشبویهساتنې، خوړو، او حتی د درمل جوړونې په برخو کې کارول کېږي. د دې مېوې پوستکی، غوټه او حتی ګلان يې د روغتیايي ګټو له پلوه څېړل شوي او ګڼ شمېر علمي منابع یې د وینې فشار، هاضمې او عصبي سیستم د تنظیم لپاره ګټور ګڼي.
دغه علمي، تغذیوي او کلتوري اهمیت ایجابوي چې د نارنج پر نباتي ځانګړتیاوو، ترکیبي موادو، روغتیايي ارزښت، کرنیزو شرایطو او ټولنیز رول یوه ژوره څېړنه ترسره شي.
د نارنج روغتیايي ګټې:
لکه څنګه مو چې په پيل کې يادونه وکړه، نارنج د ګڼو روغتیايي ځانګړنو له امله په دودیزه او عصري درملنه کې ځانګړی ارزښت لري. دا مېوه غني ده له ویټامینونو، معدني موادو، انتياکسیدنټونو او نورو فعاله مرکباتو څخه، چې د انسان د بدن پر فزیولوژي مثبت اثرات لري.
- د ویټامین C غوره سرچینه:
نارنج د ویټامین C یوه بډایه سرچینه ده، چې د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي، د حجراتو زړېدو مخه نیسي او د پوستکي په سلامتۍ کې مهم رول لري. دغه ویټامین د زکام او تنفسي ناروغیو د مخنیوي لپاره هم ګټور دی.
- د هاضمې ښهوالی:
د نارنج تروش خاصیت د معدې د تیزابیت په تنظیم کې مرسته کوي او د خوړو هضم په ښه کېدو کې مرسته کوي. همداراز، د نارنج پوستکی د کولمو د ګازونو، قبضیت او نفخ په درملنه کې کارول کېږي.
- د وینې فشار کنټرول:
د نارنج ځینې مرکبات، د وینې فشار د تنظیمولو خاصیت لري. د دې مېوې منظم مصرف کولای شي د زړه ناروغیو خطر کم کړي.
- د وزن کنټرول او د غوړو سوځېدل:
نارنج د کالوریو له پلوه سپکه مېوه ده، چې د p-synephrine په نوم طبیعي ماده لري؛ دا ماده د بدن میټابولیزم ته چټکتیا ورکوي او د غیرضروري غوړو په سوځولو کې مرسته کوي، چې له همدې امله د رژیم خوړو یوه مشهوره برخه ګڼل کېږي.
- انتياکسیدنټ او د سرطان ضد خاصیتونه:
نارنج کې شته انتياکسیدنټ مرکبات لکه فلاوونوئیدونه، د بدن حجرې د ازادو رادیکالونو له ضرره ساتي، چې دا عمل د سرطان، زړښت او نورو مزمنو ناروغیو د مخنیوي لپاره مهم ګڼل کېږي.
- د عصبي سیستم ملاتړ:
نارنج د vitamin B-complex یوه ښه سرچینه هم ده، چې د اعصابو، حافظې او رواني سلامتۍ لپاره ګټوره ده. همداراز، د نارنج خوشبویه غوټۍ د آرامۍ، خوب ښهوالي او د ذهني فشار د کمولو لپاره په دودیزه توګه کارول کېږي.
۲. په افغانستان کې د نارنج حاصلات:
نارنج د هغو ستروس مېوو له ډلې دی چې په افغانستان کې ځانګړی اقلیمي شرایط ورته برابر دي او د هېواد په یو شمېر ختیځو ولایتونو کې کرل کېږي. دغه مېوه له اقلیم، خاوره او مدیریت پورې تړلې حاصلات لري؛ خو په وروستیو کلونو کې یې تولید نسبي ثبات موندلی.
- اصلي کرنیزې سیمې:
لکه څنګه چې وړاندې يادونه وشوه چې نارنج تر ډېره د هېواد په ختیځو ولایتونو ننګرهار، لغمان او کونړ کې کرل کېږي.
- حاصلات او تولید
د نارنج د ونې حاصلات معمولاً له درېیم کال څخه پیلېږي او یو ځل ښه تولید ته رسېدلې ونه کولای شي کلنۍ له ۲۰ تر ۴۰ کیلو ګرامه مېوه ورکړي، د مدیریت، اوبو، تقویې او اقلیم پورې په تړاو دا کچه لوړېدلی یا راټیټېدلی هم شي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، د ننګرهار ولایت یوازې د نارنج له تولیده کلنۍ سلګونه ټنه حاصلات تر لاسه کوي، چې یوه برخه یې په کورني بازار کې مصرفېږي او بله برخه یې تازه مېوه یا په نورو بڼو (جوس، مربا، پوستکی) نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي.
- اقتصادي ارزښت:
نارنج نه یوازې د خوراکي ارزښت له مخې مهم دی، بلکې د ختیځو ولایتونو د ګڼو بڼوالو لپاره د عاید یوه د پام وړ سرچینه هم ګڼل کېږي. د نارنج موسم د ژمي په پيل (لړم–لېندۍ) کې پیلېږي او تر سلواغې میاشتې پورې دوام کوي، چې له همدې امله یې بازار د سړو موسمونو لپاره تازه بدیل وړاندې کوي.
- ننګونې:
که څه هم د نارنج تولید په هېواد کې پیاوړی بنسټ لري؛ خو کروندګر لا هم د سړو خونو له نشتوالي، د پروسس محدود ظرفیت، د صادراتو بازار ته محدود لاسرسی، د ناروغیو او آفتونو پر ضد ناسم مدیریت برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
۳. د نارنج احتمالي زیانونه:
که څه هم نارنج له ګټورو مېوو څخه ګڼل کېږي؛ خو د هرې طبیعي مادې په څېر، که له اعتدال څخه زیات وخوړل شي یا د ځینو خاصو حالاتو پر مهال استعمال شي؛ نو ځینې منفي اغېزې هم لرلای شي.
- د معدې تېزاب زیاتوالی:
د نارنج د تروشوالي له امله، که په خالي معده یا له اندازې زیات وخوړل شي، د معدې تېزاب زياتوي، چې له امله یې د معدې سوزش، تریخوالی، یا د معدې زخمونه رامنځته کېدلی شي.
- د غاښونو د میناؤ له منځه تلل:
نارنج اسیدي خواص لري او دوامداره یا له اندازې زیات استعمال یې کولای شي د غاښونو میناؤ ته زیان ورسوي، چې له امله یې د غاښونو حساسیت یا ژر خرابېدو احتمال پیدا کېږي. له خوړلو وروسته د اوبو څښل یا د غاښونو مینځل يې مخه نيولی شي.
- د ځینو درملو سره متقابل اغېزې:
د نارنج ځینې بایواکټیف مرکبات (لکه synephrine) ممکن د فشار، زړه، یا رواني ناروغیو د درملو (لکه antidepressants یا beta blockers) د اغېز له توازن سره ټکر وکړي. له همدې امله هغو کسانو ته چې درمل کاروي، له ډېرې اندازې خوړلو څخه د ډډې کولو لارښوونه کېږي.
- د حساسیت یا الرجۍ پېښې:
ځینې خلک د ستروس مېوو، په ځانګړي ډول نارنج یا ليمو سره حساسیت لري. دا حساسیت ښایي د پوستکي خارښت، خولې کې خارښت، یا تنفسي ستونزو په بڼه څرګند شي. دا ډول اشخاص باید نارنج په احتیاط وکاروي.
- د وینې فشار زیاتېدل:
که څه هم نارنج د وینې فشار په کنټرول کې مرسته کوي؛ خو د bitter orange ډول (چې یو خاص ډول نارنج دی) کې د synephrine لوړ مقدار د وینې فشار لوړولو او د زړه ضربان تېزولو سبب کېدلی شي. له همدې امله، د ناروغانو لپاره له يوه ډاکټر سره مشوره اړینه ده.
سپارښتنه:
نارنج یوه طبیعي، ارزښتناکه او خوندوره مېوه ده؛ خو له هرې ګټې اخیستنې سره باید د اعتدال اصل وساتل شي. هغه کسان چې ځانګړی طبي حالتونه لري یا دوامدار درمل کاروي، باید د ډاکټر له سلا پرته له ډېر مصرف څخه ډډه وکړي.
سره له دې چې د نارنج بېلابېلې برخې خوراکي پروسه او ميوهيي ارزښت لري، له دې سره سره یوه درملیزه مېوه هم گڼل کېږي. نارنج په لوړه اندازه د سي ويټامين لري، د خوړو د خوند ښه کولو لپاره گټه ترې اخیستل کېږي، د نارنج پوستکی د ډېرو ناروغیو لپاره گټور دی، د نارنج پاڼې د هاضمې سیسټم برابروي او اشتها ډېروي. د کولمو میکروبونه له منځه وړي او د روحي فشار په ختمېدو کې ډېره مرسته کوي، د وینې غوړوالی (کلسټرول) له منځه وړي، د زړه روغتیا تامينوي، د انسان پوستکی نورمال او له بېوخته زړېدو ساتي. که یو نارنج واخلئ او نرۍ نرۍ ټوټې ترې وباسئ او پر خپل پوستکي باندې یې کېږدئ او دېرش دقيقې وروسته يې په اوبو پرېمنځئ، پوستکي ته مو بېدرکه ډېره ګټه رسولای شي. د سترگو لید روښانه کوي، د سرطان د مضرې ناروغۍ وقايې ته مثبت ثابتېږي او د قبضیت د له منځه وړلو لپاره هم ډېر گټور دي. له دې سره سره د وینې فشار پرې مهارېږي، هغه کسان چې وینه یې ډېر غلظت لري، د نارنج شربت دې وڅښي، که د نارنج له پاڼو څخه چای جوړ کړئ او ویې څښئ، اشتها به مو زیاته او د هاضمې ځواک به مو هم غښتلی کړي.

