په نننۍ نړۍ کې بازارموندنه د سوداګرۍ یوه مهمه برخه ده چې نه یوازې د توکو او خدمتونو په پلورلو، بلکې د خلکو د فکر، ذوق او پېرلو پر پرېکړو هم مستقیم اغېز لري. هره ورځ د بېلابېلو اعلاناتو له لارې هڅه کېږي چې د خلکو پام یوه ځانګړي محصول یا خدمت ته واړول شي، خو پوښتنه دا ده چې ایا د ګټې ترلاسه کولو لپاره هره لاره د منلو وړ ده؟
همدلته د بازارموندنې د اخلاقو ارزښت څرګندېږي. اخلاقي بازارموندنه پر رښتینولۍ، روڼتیا، د پېرودونکو پر حقونو او باور ولاړه ده او هڅه کوي د سوداګریزې ګټې ترڅنګ د خلکو ګټې هم خوندي کړي. په دې لیکنه کې د بازارموندنې پر مفهوم، اخلاقو، اغېزمنو لارو، پر توکو یې د اغېزو او د رښتینو او غولوونکو اعلاناتو پر بېلابېلو بڼو بحث کوو.
۱. بازارموندنه څه شی ده؟
بازارموندنه هغه بهیر دی چې له لارې یې شرکتونه او سوداګریز بنسټونه د خلکو اړتیاوې او غوښتنې پېژني او د هغو د پوره کولو لپاره خپل توکي او خدمتونه وړاندې کوي. په دې بهیر کې د محصول پېژندنه، اعلانونه، د بیو ټاکل، د پېرودونکو جذبول او د توکو پلورل شامل دي.
بازارموندنه یوازې د توکو پلورلو ته نه ویل کېږي، بلکې د پېرودونکو د باور ترلاسه کول، له هغوی سره د اړیکو جوړول او د هغوی د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د مناسبو محصولاتو وړاندې کول هم رانغاړي. د دې بهیر اساسي موخه دا ده چې د پېرودونکو اړتیاوې له سوداګریزو موخو سره همغږې کړي او دواړو لوريو ته ګټه ورسوي.
۲. د بازارموندنې اخلاق څه دي؟
د بازارموندنې اخلاق هغو اصولو او ارزښتونو ته ویل کېږي چې سوداګریز بنسټونه یې د خپلو توکو او خدمتونو د معرفي کولو، اعلانولو او پلورلو پر مهال باید په پام کې ونیسي. په دې اصولو کې رښتینولي، روڼتیا، د پېرودونکو د حقونو درناوی، عادلانه سیالي او له غولونې څخه ډډه کول شامل دي.
اخلاقي بازارموندنه دا غواړي چې شرکتونه د خپلو محصولاتو په اړه سم او کره معلومات وړاندې کړي، د کیفیت او ګټو په اړه یې مبالغه ونه کړي او د پېرودونکو له باور څخه ناوړه ګټه وانخلي. په حقیقت کې، سوداګري یوازې د ګټې ترلاسه کولو نوم نه دی، بلکې د خلکو د باور ساتل او ټولنیز مسوولیت منل هم د هغې مهمې برخې دي.
۳. د بازارموندنې اغېزمنې لارې کومې دي؟
د بازارموندنې د بریالیتوب لپاره بېلابېلې لارې شته، خو اغېزمنه بازارموندنه هغه ده چې د خلکو اړتیاوې په سمه توګه وپېژني او د باور پر بنسټ له هغوی سره اړیکه ټینګه کړي.
له مهمو لارو یې لاندې یادولی شو:
د ټولنیزو رسنیو کارول: فېسبوک، انسټاګرام، ټکټاک او نورې ټولنیزې رسنۍ د محصولاتو د پېژندنې او د پېرودونکو د جذبولو اغېزمنې وسیلې دي.
د کیفیت لرونکو محصولاتو وړاندې کول: د توکو کیفیت د پېرودونکو د باور او د بازار د پراختیا لپاره مهم رول لري.
مناسب او رښتیني اعلانونه: هغه اعلانونه چې د محصول ځانګړنې په سمه توګه بیانوي، د پېرودونکو په پرېکړو مثبت اغېز کوي.
د پېرودونکو د اړتیاوو پېژندل: شرکتونه باید د خلکو غوښتنې او د بازار اړتیاوې وڅېړي، څو خپل محصولات د هغوی له اړتیاوو سره برابر کړي.
د پېرودونکو رضایت ته پاملرنه: د پېرودونکو شکایتونو ته رسېدنه، د توکو د بېرته سپارلو اسانتیا او له هغوی سره ښه چلند د بازارموندنې مهمې برخې دي.
په ټوله کې، اغېزمنه بازارموندنه یوازې د خلکو پام ځان ته نه اړوي، بلکې د هغوی باور ترلاسه کوي او له پېرودونکو سره اوږدمهاله اړیکې جوړوي.
۴. د بازارموندنې پر توکو او محصولاتو اغېز
بازارموندنه د توکو او محصولاتو په پېژندنه، پلور، کیفیت او د بازار په پراختیا کې مهم رول لري. کله چې یو شرکت خپل محصول په مناسبه توګه بازار ته وړاندې کړي، خلک یې له ځانګړنو، بیې او ګټو سره اشنا کېږي او د پېرلو په اړه یې پرېکړه اسانه کېږي.
همدارنګه، بازارموندنه شرکتونه دې ته هڅوي چې د سیالۍ په بازار کې د پاتې کېدو لپاره د خپلو محصولاتو کیفیت ښه کړي، نوې بڼې وړاندې کړي او د پېرودونکو غوښتنو ته ځواب ووایي.
خو د بازارموندنې منفي اغېزې هم شته. ځینې شرکتونه د زیاتو پلورنو لپاره د خپلو محصولاتو د کیفیت او ګټو په اړه مبالغه کوي، د نیمګړتیاوو په اړه یې معلومات پټوي او ان داسې توکي بازار ته وړاندې کوي چې د اعلانونو له ادعاوو سره سمون نه لري. دا کار د پېرودونکو د نارضایتۍ، اقتصادي زیان او د شرکتونو د اعتبار د له منځه تلو لامل کېږي.
له همدې امله، بازارموندنه هغه مهال ګټوره ده چې د محصول د حقیقي کیفیت او ځانګړنو استازیتوب وکړي، نه دا چې یوازې د پلورلو لپاره د خلکو ذهنونه تر اغېز لاندې راولي.
۵. د اعلاناتو رښتینې او غولوونکې بڼې
اعلانونه د بازارموندنې یوه مهمه وسیله ده چې د توکو او خدمتونو د پېژندنې او پلور لپاره کارول کېږي. خو ټول اعلانونه په یوه کچه رښتیني او د باور وړ نه وي؛ ځینې اعلانونه د محصول په اړه کره معلومات وړاندې کوي او ځینې نور بیا د پېرودونکو د غولولو لپاره له مبالغې او ناسمو ادعاوو څخه کار اخلي.
رښتیني اعلانونه: هغه اعلانونه دي چې د محصول په اړه واقعي او کره معلومات وړاندې کوي. په دغو اعلانونو کې د محصول کیفیت، بیه، ځانګړنې، ګټې او احتمالي محدودیتونه په روښانه توګه بیانېږي. د بېلګې په توګه، که یو شرکت د خپل محصول د کیفیت، تولیدي موادو او کارونې په اړه سم معلومات وړاندې کوي او له ناسمې ژمنې ډډه کوي، دا رښتینی اعلان ګڼل کېږي.
غولوونکي اعلانونه: هغه اعلانونه دي چې د محصول په اړه ناسم، نیمګړي یا مبالغه شوي معلومات وړاندې کوي او هڅه کوي د پېرودونکو په ذهن کې داسې انځور جوړ کړي چې له واقعیت سره سمون نه لري. د بېلګې په توګه، د یوه عادي محصول په اړه د غوره کیفیت ادعا کول، د داسې پایلو ژمنه ورکول چې محصول یې نه شي تضمینولی، د تخفیفونو په اړه ناسم معلومات خپرول او د محصول نیمګړتیاوې پټول د غولوونکو اعلانونو بېلګې دي.
دا ډول اعلانونه ښايي په لنډمهال کې د پلور کچه لوړه کړي، خو په اوږدمهال کې د پېرودونکو باور زیانمنوي، د شرکتونو اعتبار کموي او په بازار کې د بېباورۍ فضا رامنځته کوي.
پایله
بازارموندنه د سوداګرۍ د پرمختګ او د محصولاتو د پېژندنې لپاره یوه مهمه وسیله ده، خو بریالیتوب یې یوازې د زیاتو پلورنو او ګټې په ترلاسه کولو پورې نه دی تړلی. رښتینولي، روڼتیا، د پېرودونکو د حقونو درناوی او د اخلاقي اصولو مراعات هغه ارزښتونه دي چې بازارموندنې ته دايمي اعتبار وربخښي.
هغه شرکتونه چې د خلکو باور د خپلې سوداګرۍ یوه مهمه پانګه ګڼي او د محصولاتو په معرفي کولو کې له غولوونکو لارو ډډه کوي، نه یوازې د پېرودونکو رضایت ترلاسه کوي، بلکې د خپل سوداګریز فعالیت لپاره هم د اوږدمهاله پرمختګ زمینه برابروي. په همدې اساس، اخلاقي بازارموندنه د سوداګرۍ او ټولنې ترمنځ د باور، عدالت او متقابلې ګټې د اړیکو بنسټ جوړوي.
د بازار موندنې یا مارکيټینګ اخلاق
بازارموندنه څه شی ده؟
د بازارموندنې اخلاق
اغېزمنې لارې يې څه دي؟
په توکو يې اغېز
د اعلاناتو ریښتینې او غولوونکې بڼې

