ډېر لوستل شوي

څنګه کاري فرصتونه ومومو؟

په نننۍ نړۍ کې د کار موندل د ډېرو خلکو لپاره یوه مهمه ننګونه ده. هر کال ګڼ شمېر ځوانان له زده‌کړو فارغېږي او غواړي د خپلو وړتیاوو او زده‌کړو له مخې مناسب کار پیدا کړي، خو یوازې زده‌کړې او سندونه تل د دندې موندلو لپاره بسنه نه کوي. د کار بازار ورځ تر بلې بدلېږي، د هرې ادارې او سازمانونو غوښتنې پراخېږي او د دندو لپاره سیالي زیاتېږي.

په داسې شرایطو کې، د کاري فرصتونو موندل یوازې د دندې اعلانونو ته په تمه پاتې کېدل نه دي، بلکې د مهارتونو پراختیا، د بازار د اړتیاوو پېژندنه، د مناسبو سرچینو کارول او د خپلو وړتیاوو په سمه توګه وړاندې کول هم غواړي.

هغه کسان چې د کار بازار په اړه روښانه درک لري، د خپلو مهارتونو د لوړولو لپاره هڅې کوي او د فرصتونو په لټه کې فعاله ونډه اخلي، د مناسبې دندې موندلو لپاره تر نورو ښه چمتووالی لري. له همدې امله، اړینه ده پوه شو چې څنګه کولای شو خپل کاري فرصتونه زیات او د خپلې خوښې دندې ته د رسېدو زمینه برابره کړو.

۱. څو اړخیز مهارتونو درلودل؛ د کاري فرصتونو د موندلو لومړی ګام

په ننني کاري بازار کې یوازې د یوې برخې تخصص کله ناکله د دندې موندلو لپاره بسنه نه کوي، بلکې د بېلابېلو مهارتونو لرل کولای شي د انسان کاري فرصتونه پراخ کړي. هغه کسان چې د خپل اصلي مسلک ترڅنګ نور اړین مهارتونه هم زده‌کوي، د کار په بازار کې د سیالۍ او د بېلابېلو دندو د ترسره کولو ښه وړتیا لري.

د بېلګې په توګه، یو خبریال که د خبر لیکلو ترڅنګ د ویډیو جوړولو، انځور اخیستلو، انلاین خپرونو او ژباړې مهارتونه هم ولري، کولای شي په رسنیو، علمي ادارو او نورو اړوندو برخو کې د کار بېلابېل فرصتونه ومومي. همدارنګه، یو محاسب چې د کمپیوټري پروګرامونو، د معلوماتو تحلیل او اداري چارو له مهارتونو سره بلدتیا ولري، د يوې ادارې لپاره به لا ډېر ارزښت ولري.

د څو اړخیزو مهارتونو د ترلاسه کولو لپاره اړینه نه ده چې انسان په یو وخت کې ګڼ مسلکونه زده‌کړي، بلکې غوره ده لومړی خپل اصلي مسلک وپېژني او بیا هغه مهارتونه زده‌کړي چې په هماغه برخه کې ورته اړتیا لیدل کېږي. د انګلیسي ژبې زده‌کړه، د کمپیوټر کارول، اړیکې نیول، د ستونزو حل، د وخت مدیریت او د ټکنالوژۍ له نويو وسایلو سره بلدتیا د هغو مهارتونو له ډلې دي چې په ډېرو کاري برخو کې ګټور تمامېږي.

له همدې امله، هغه کسان چې غواړي خپل کاري فرصتونه زیات کړي، باید د زده‌کړې او مهارتونو لوړولو ته دوام ورکړي؛ ځکه په اوسني عصر کې د انسان وړتیا یوازې په تحصیلي سند نه ارزول کېږي، بلکې د عملي کار، ستونزو د حل او د نويو شرایطو سره د ځان عیارولو وړتیا هم مهمه ده.

۲. د بازار غوښتنه؛ پوه شئ چې يوه اداره او سازمان له تاسو څه غواړي

د کار موندلو لپاره یوازې د مهارتونو زده‌کړه کافي نه ده، بلکې باید پوه شو چې د کار بازار کومو مهارتونو، مسلکونو او تخصصونو ته اړتیا لري. ځینې کسان کلونه په یوه برخه کې زده‌کړې او روزنه کوي، خو کله چې د کار په لټه کې کېږي، پوهېږي چې د دوی د زده‌کړو او مهارتونو لپاره په بازار کې محدود فرصتونه دي.

د دې ستونزې د مخنیوي لپاره اړینه ده چې د کار موندلو تر پیل مخکې د بازار غوښتنې وڅېړل شي. د دندو اعلانونه، د شرکتونو اړتیاوې، د کار ورکوونکو شرایط او د بېلابېلو مسلکونو په اړه معلومات کولای شي د بازار د غوښتنو په پېژندلو کې مرسته وکړي.

د بېلګې په توګه، که د یوې سیمې په کاري بازار کې د کمپیوټر، حسابدارۍ، ډیجیټلي بازارموندنې، ژباړې یا مسلکي تخنیکي کارکوونکو غوښتنه زیاته وي، د دغو برخو زده‌کړه او تخصص کولای شي د کار موندلو چانس زیات کړي. البته، د بازار اړتیاوې د هېواد، سیمې او وخت له مخې توپیر لري؛ نو غوره ده چې پرېکړې د واقعي معلوماتو پر بنسټ وشي.

همدارنګه، د بازار غوښتنې په پېژندلو سره انسان کولای شي خپلې زده‌کړې او مهارتونه په سمه توګه تنظیم کړي. د دې پر ځای چې وخت او امکانات په هغو مهارتونو ولګوي چې د کار فرصتونه یې محدود وي، کولای شي خپلې هڅې هغو برخو ته متوجه کړې چې ورته واقعي اړتیا وي.

په ټوله کې، د کار بازار پېژندنه د دې سبب کېږي چې انسان د خپل راتلونکې په اړه پر بنسټیزو معلوماتو ولاړې پرېکړې وکړي او د کار موندلو لپاره اغېزمنه لاره غوره کړي.

۳. د دندو اړوند وېب‌سایټونو څارل؛ د فرصتونو موندلو اسانه لاره

د انټرنېټ پراختیا د کار موندلو لارې چارې بدلې کړې دي. پخوا به ډېرو کسانو د دندې موندلو لپاره یوازې پر ورځپاڼو، پېژندګلوۍ او حضوري غوښتن‌لیکونو تکیه کوله، خو اوس د انلاین وېب‌سایټونو او مسلکي شبکو له لارې د بېلابېلو ادارو د دندو اعلانونو ته لاس‌رسی شونی دی.

د دندو اړوند وېب‌سایټونه د دې فرصت برابروي چې غوښتونکي د خپلې زده‌کړې، تجربې، مهارتونو او د خوښې دندې له مخې مناسب اعلانونه پیدا کړي.

همدارنګه، د دندو اعلانونه په منظم ډول وڅارئ او هغو دندو ته غوښتن‌لیکونه واستوی چې شرایط یې ورسره سمون لري.

بله مهمه خبره دا ده چې د انلاین دندو په لټه کې باید احتیاط وشي. ځینې کسان د لوړو معاشونو او اسانه کار په نوم له غوښتونکو پیسې غواړي یا د شخصي معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه کوي. له همدې امله، د شرکت اعتبار، د اعلان سرچینه او د غوښتن‌لیک شرایط باید وڅېړل شي او د کار د ترلاسه کولو په نوم نامعلومو کسانو ته پیسې ورنه کړل شي.

په پایله کې، د دندو وېب‌سایټونه هغه مهال ډېر اغېزمن وي چې په دوامداره او منظم ډول وکارول شي؛ ځکه یوازې د حساب جوړول یا د دندې اعلانونو کتل کافي نه دي، بلکې مناسب غوښتن‌لیک لېږل او له کار ورکوونکو سره مسلکي اړیکې ساتل هم اړین دي.

۴. د خپلو کاري نمونو لرل؛ وړتیا په عمل کې وښایئ

د کار موندلو پر مهال یوازې دا ویل چې یو مهارت لرو، تل د يوې ادارې يا سازمان مدير په دې نه قانع کېږي. ډېر کله مسوولين غواړي وویني چې غوښتونکی په عملي ډول څه کولای شي او د خپلې وړتیا د ثابتولو لپاره کومې بېلګې وړاندې کولای شي. له همدې امله، د کاري نمونو ټولګه یا پورټفولیو (Portfolio) د دندې موندلو یوه مهمه وسیله ده.

پورټفولیو د هغو کارونو او پروژو مجموعه ده چې یو کس یې د خپلو مهارتونو او تجربو د ښودلو لپاره برابروي. د بېلګې په توګه، یو خبریال کولای شي خپل غوره راپورونه او مقالې راټولې کړي، یو ګرافیک ډیزاینر خپل ډیزاینونه وړاندې کړي، یو پروګرامر د خپلو پروژو بېلګې او کوډونه شریک کړي او یو عکاس خپل غوره انځورونه په منظمه ټولګه کې تنظیم کړي.

حتی هغه کسان چې کاري تجربه نه‌لري، کولای شي د تمرین، زده‌کړې یا شخصي پروژو له لارې د خپلو مهارتونو بېلګې جوړې کړي. د بېلګې په توګه، یو نوی ډیزاینر بايد يو څو نمونوي طرحې جوړې کړي او یو نوی لیکوال کولای شي د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مقالې ولیکي. په دې توګه، د رسمي کاري تجربې له نشتوالي سره سره، د عملي وړتیا د ښودلو لپاره مواد برابرېږي.

د کاري نمونو په برابرولو کې کیفیت تر کمیت مهم دی. غوره ده چې د ډېرو کمزورو کارونو پر ځای څو غوره او اړوندې بېلګې وړاندې شي. همدارنګه، که کاري نمونې انلاین خپرېږي، باید منظمې، په اسانه د لاس‌رسي وړ او له اړینو توضیحاتو سره مل وي. د نورو خلکو د کارونو د خپل کار په توګه وړاندې کول هم د مسلکي اعتبار د زیانمنېدو سبب کېږي.

په ټوله کې، یو ښه پورټفولیو کار ورکوونکي ته دا فرصت ورکوي چې د غوښتونکي وړتیاوې په مستقیم ډول وارزوي. له همدې امله، د کار په لټه کې کسان باید د خپلو مهمو کارونو د راټولولو او د نويو نمونو د جوړولو لپاره وخت ځانګړی کړي.

۵. د دندې مرکه؛ څنګه ښه اغېز پرېږدو؟

د کاري فرصتونو د موندلو په بهیر کې د دندې مرکه (Interview) یو مهم پړاو دی. کېدای شي یو کس اړین مهارتونه، ښه تحصیلي اسناد او مناسب کاري ژوندلیک ولري، خو که د مرکې پر مهال خپلې وړتیاوې په روښانه او مسلکي ډول وړاندې نه‌کړای شي، د دندې د ترلاسه کولو چانس یې کمېدای شي.

د مرکې لپاره مخکې له مخکې بايد چمتووالی ولرې. د دندې غوښتونکي باید د ادارې یا شرکت په اړه معلومات راټول کړي، د اعلان شوې دندې مسوولیتونه وپېژني او د خپلو مهارتونو او تجربو له مخې د احتمالي پوښتنو ځوابونه تمرین کړي. د بېلګې په توکه: “د ځان په اړه راته ووايئ؟ ولې غواړئ له موږ سره کار وکړئ؟ او ستاسو مهمې وړتياوې کومې دي؟” دا او دې ته ورته پوښتنو ته لنډ، روښانه او له واقعي بېلګو سره مل ځوابونه چمتو کول ګټور دي.

د مرکې په ورځ پر وخت رسېدل، مناسبې جامې اغوستل، په درناوي خبرې کول او په غور د پوښتنو اورېدل، د مسلکي چلند مهمې نښې دي. غوښتونکی باید د خپلو مهارتونو او تجربو په اړه رښتیني معلومات وړاندې کړي او له مبالغې او ناسم خبرو ډډه وکړي. که د یوې پوښتنې په ځواب نه پوهېږی، غوره ده په صداقت یې ورته ووايئ او د زده‌کړې او پرمختګ لېوالتیا څرګنده کړي.

همدارنګه، د مرکې پر مهال یوازې د معاش په اړه پوښتنې کول مناسب نه دي. غوښتونکی کولای شي د دندې د مسوولیتونو، کاري چاپېریال، د پرمختګ د فرصتونو او د ادارې د تمو په اړه هم پوښتنې وکړي. دا کار د دندې په اړه د هغه جديت او لېوالتیا څرګندوي.

د مرکې په پای کې باید د کار ورکوونکي له وخت او فرصت څخه مننه وشي. که له مرکې وروسته د پایلې په اړه ځواب نه وي ترلاسه شوی، د ادارې د ټاکل شويو اصولو په پام کې نیولو سره په درناوي د غوښتن‌لیک د وضعیت پوښتنه هم کېدای شي.

په پایله کې، بریالۍ مرکه یوازې په ښو خبرو نه، بلکې په چمتووالي، رښتینولۍ، مسلکي چلند او د خپلو وړتیاوو په روښانه وړاندې کولو پورې تړلې ده. هر څومره چې یو غوښتونکی له مرکې مخکې ښه چمتووالی ولري، هغومره به وکولای شي چې پر مسوول کس ښه اغېز پرېږدي.

پایله

د کاري فرصتونو موندل که څه هم وخت، هڅې او زغم غواړي، خو د یوې منظمې او اغېزمنې تګلارې په مرسته شونې ده. د څو اړخیزو مهارتونو لرل، د کار بازار د غوښتنو پېژندل، د دندو له انلاین وېب‌سایټونو ګټه اخیستل، د خپلو کاري نمونو برابرول او د مرکې لپاره چمتووالی هغه مهم عوامل دي چې د دندې موندلو په بهیر کې اغېزناک رول لري.

په پای کې، د کار موندلو لپاره تر ټولو مهمه خبره دا ده چې انسان پر خپلو وړتیاوو باور ولري، په دوامداره توګه زده‌کړه وکړي او د فرصتونو په لټه کې فعال پاتې شي؛ ځکه ډېر وخت بریا یوازې د فرصت په شتون پورې نه، بلکې د هغه فرصت د پېژندلو او په سمه توګه د کارولو وړتیا پورې هم تړلې وي.

اړوند خبرونه