د کورنیو چارو وزارت له لوري ټولو نظامي مسوولینو او منسوبینو ته هدایت شوی، چې د دندې د اجرا پر مهال دې یوازې د اسلامي امارت زعيم امیرالمؤمنین حفظهالله له لوري منظور شوی یونیفورم واغوندي.
ياد وزارت وايي، دغه پرېکړه د کورنیو چارو وزارت د سرپرست خلیفه سراجالدین حقاني له منظورۍ او د رهبرۍ د غونډې له فیصلې وروسته عملي کېږي.
د مسوولينو په وينا، دا اقدام به د پولیسو د پیژندګلوي په برخه کې د ولس لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي او ورسره به د امنیت ټینګښت، د قانون پلي کېدل او له جرمونو سره مؤثره مبارزه لا پیاوړې شي.

