د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا په ۱۰ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو د پېښېدو اټکل کړی دی.
د هواپېژندنې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې سبا (سېشنبې، چنګاښ ۱۷مه) په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، میدانوردګ، غزني، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ورښت اټکل شته.
د خبرپاڼې له مخې چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۵ ملي مترو پورې وي.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په خبرپاڼه کې همداراز په شمالي، سویل ختیځو، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د لنډمهاله چټکو بادونو، خاورو او دوړو د پېښو خبرداری هم ورکړل شوی دی.
هواپېژندنې ادارې دا خبرداری داسې مهال ورکړی چې له تېرو څو ورځو راهیسې د ننګرهار په ګډون په ځینو ولایتونو کې د طوفاني ورښت له امله راوتلو سېلابونو هېوادوالو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د راپورونو له مخې چې یوازې په ننګرهار کې د وروستیو سېلابونو له امله نږدې ۳۰۰ کورونه ویجاړ شوي او د دوو ماشومانو مړینه تایید شوې ده.

