صهیونېست رژیم او لوی نړیوال ملاتړي یې (امریکا) له شاوخوا دوه کلن تاریخي وحشت وروسته په ډېر ذلت او سرکوزۍ اړ شول چې له خپل ټول ځواک سره – سره حماس غورځنګ سره خبرو ته کېني. د اوربند او سولې دا تړون به په څو پړاوونو کې پلی شي. د اوربند او اوسنۍ سولې امتیاز امریکا او په ځانګړې توګه اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په برخه شو. نوموړي د ملګرو ملتونو په وروستۍ ناسته کې هم ویلي و چې د ولسمشرۍ د دویمې دورې له پیل راهیسې یې نړۍ کې ۷ سترې جکړې حل و فصل کړي. د سولې د تړون په دغه پړاو کې دواړو خواوو ساتلي یرغمل او بندیان ازاد کړل. اسراییلي رژیم منلې چې له حماس سره یرغمل شوي اسراییلي اتباع خپلو کورنیو سره یوځای شوي. د ۲۰ اسراییلي اتباعو په ځواب کې صهیونېست رژیم شاوخوا ۲۰۰۰ فلسطینیان ازاد کړل. راپورونه زیاتوي چې یاد فلسطیني وګړي د بسونو په مټ د غزې په بېلابېلو سیمو کې خوشي شوي دي.
د امریکا ولسمشر بېرته واشنګټن ته ستون شوی او پر ټروت حساب یې لیکلي چې موږ بیخي جلا تجربه ترسره کړه او په مصر او اسراییلو کې مو ډېر څه ترلاسه کړل. ټرمپ الوتکې ته د پورته کېدو پرمهال خبریالانو ته وویل: ” هغه څه چې اوس وینئ، ډېرو ته شوني نه برېښېدل. ددغې ورځې فکر هېچا نه و کړی.” ټرمپ همدارنګه د یوه دولته/ دوه دولته حکومت په تړاو له څرګندونو ډډه کړې؛ خو ویلي یې دي چې اسراییل به د فلسطین د لوېدیځې غاړې له اشغال څخه لاس پر سر شي. نوموړي د ملګرو ملتونو په وروستۍ غونډه کې له بنیامین نتانیاهو وړاندې په وینا کې وویل: “زه به اسراییلو ته اجازه ورنه کړم چې لوېديځه غاړه الحاق کړي. داسې به نه کېږي.”
زموږ د ننني بحث بنسټیزه موخه دا روښانول دي چې صهیونېست رژیم د دومره قتل و قتال باوجود هم خپلو هیلو ته ولې ونه رسېدل او حماس څنګه سیاسي بری خپل کړ!؟ غاصب رژیم شاوخوا دوو کلونو کې څومره سیاسي انزوا ولیده او راتلونکي کې یې سیاسي پایښت څومره د باور وړ دی؟
د څه باندې اوو لسیزو راهیسې پر فلسطینۍ خاوره د اسراییلو په نوم یو غاصب رژیم جوړ شوی او عملاً یې د فلسطین خاوره اشغال کړې ده. په باور سره ویلی شو چې دغه رژیم د خپلې زوکړې له کال راهیسې په دې اندازه سیاسي، استخباراتي او اقتصادي زیان او رسوایي نه وه لیدلې، لکه په تېرو دوو کلونو کې یې چې تجریه کړه. د صهیونېست رژیم مظالمو په نړۍ کې د دوی محبوبیت کمرنګه او له فلسطینیانو سره یې د نړیوالو د خواخوږۍ ګراف لا لوړ کړل. په ټوله نړۍ کې د اسراییلو پر وړاندې لاریونونه وشول او هر ځای لسګونه زره تنه د فلسطین د ازادۍ په پار راووتل. په تېرو دوو کلونو او په ځانګړي ډول په روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې د فلسطین د سیاسي بريا ستوری ښه وځلېد. د ملګرو ملتونو له خوا د رسمي شاوخوا دوو سوو هېوادونو له منځه فلسطین د ۱۵۰ هېوادونو له خوا پر رسمیت وپېژندل شو او حتی روان کال هغه هېوادونه هم د فلسطین په لوري شول چې وړاندې یې د اشغالګر رژیم جنګي ماشین ته تېل اچول. حتی د امریکا د اوسمهالي حکومت په بدنه کې هم ډېری چارواکي له اسراییلو سره علني مخالفت لري او د فلسطینیانو په وینو د ډونالډ ټرمپ د ډلګۍ لاسونه سره ویني. برعکس له اشغالګر اسراییلي رژیم سره د نړۍ تر سلو ډېرو هېوادونو پرېکون اعلان کړ او تر ننه دا رژیم په نړیوال ډګر کې له تاریخي انزوا سره مخ دی.
ښایي د ډېرو لوستونکو په ذهن کې دا پوښتنه غوټه وي چې اشغالګر رژیم د نړیوال ملاتړ او پرېمانه نویو مهماتو او وسلو باوجود هم ولې د حماس په ماتې او د غزې پر بشپړ مهار کې پاتې راغلل؟ اشغالګر رژیم نه یوازې خپلو هیلو ته ونه رسېدل، بلکې له بشپړې نظامي او ډیپلوماټیکې ماتې سره هم مخ شول. حماس جهادي غورځنګ د خدای تعالی په نصرت، د فلسطیني ولس په ملاتړ او د خپلو هوښیارانه کړنو او تدبیر په مټ د امریکا غوندې یو هېواد هم اړ کړ چې خبرو ته ورسره کېني او ددې هېواد ولسمشر په خپله هغه ادعا کې پاتې راغی چې د حماس غورځنګ د نابودولو په پار یې کړې وه. حتی د امریکا مخکني د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن پر دې تریخ اعتراف خوله وخوځوله چې حماس نه یوازې کمروزی شوی؛ بلکې لا پیاوړي راګرځېدلي او جذب یې تر پخوا څو چند شوې. د اشغالګر رژیم لومړي وزیر ویلي و چې د ‘اووم اکټوبر’ جګړه د حماس د ریښې وچولو لپاره کوي. د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر اوومې د اسراییلو هغه مدعا هم باطله کړه چې د خپل استخباراتي ځواک(موساد) په تړاو یې په نړیواله کچه مطرحوله. حماس غورځنګ په خپله ټوله موده کې په یوه لاس کې تقدیر ته تسلیم و او په بل لاس کې یې د تدبیر او علم په مټ خپله مبارزه پر مخ وړله؛ کنه ښایي هېښنده وي چې یو ټولی څنګه د (۳) زبده مشرانو تر شهادت وروسته بیا منسجمیږي؟ حماس پر الله تعالی د پیاوړې عقیدې او په پوره معنوي ځواک د جګړې ډګر توداوه او حتی مشران به یې په خپله د معرکو ډګرونو ته تلل. د حماس د بریا بل دلیل چریکي او قزاقي جګړې وې چې دوښمن یې سخت ترهولی و. د ځمکې په نس کې حیرانوونکو تونلونو د اسراییلي رژیم د عسکرو خوبونه ورحرام کړي وو. پر دې سربېره ښایي د اسراییلي رژیم د ماتې بل ستر سبب نړیواله سیاسي انزوا، مالي ملاتړي له لاسه ورکول او په جګړو کې ناسم تدبیر او نهانسجام وي. د بېلګې په توګه په یوه وخت د څو جګړو پر مخ وړل د اشغالګر رژیم ملا ماته کړه. پر سوریې، لبنان او ایران بریدونه او هممهاله له حزب الله سره د جګړو اعلان.
په لنډ ډول ویلی شو چې اوسنی اوربند د اسراییلو او امریکا په ماتې او د حماس جهادي غورڅنګ په بېسارې بریا دلالت کوي. دا ادعا د هغو ګواښونو پر بنا کوو چې غاصب رژیم په خپل ټول توان د حماس د نابودۍ په پار کړې وه. سږ زېږدیز کال د فلسطین د سیاسي بریا لپاره هم زرین کال و چې په لړ کې یې د نړۍ درې پر څلورو هېوادونو دا هېواد پر رسمیت وپېژانده او اسراییلي غاصب رژیم یې له حتمي انزوا سره مخ کړ. که څه هم د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند څو ورځې کیږي، بندیان تبادله شوي او ناظر ځواکونه د اوربند څارنه کوي؛ خو بیا هم پر غاصب رژیم ډېر اعتماد پکار نه دی او هره شېبه د تړون د ماتې وېره شته. فلسطینیانو ته هم پکار ده چې په ټول ځواک د خپلې خاورې د ازادۍ مدعا ژوندۍ وساتي او خپلو هیلو ته په رسېدو کې شپه او ورځ یوه کړي.
#امیدراډيو