ډېر لوستل شوي

ترکیه کې د افغانستان او ایران د سفیرانو لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا ټینګار شوی

په ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر سنیع‌الله فرهمند د دغه هېواد لپاره د ایران له سفیر محمد حسن حبیب‌الله‌زاده سره کتلي دي.

ياد سفارت وايي، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د کلتوري، سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په تړاو خبرې او نظرونه تبادله شوي دي. دواړو لوریو ټینګار وکړ، چې د ګډو هڅو له لارې به د افغانستان او ایران ترمنځ د همکاریو پراختیا او د متقابلو ګټو پر بنسټ اړیکې لا ټینګې کړي.

اړوند خبرونه