ډېر لوستل شوي

د امریکا فډرالي حکومت له تړل کېدو ۲۴ ورځې تېرېږي؛ د دوی په تاريخ دا دويم ځل دی

د امریکا فډرالي حکومت دا مهال د ۲۴ ورځو راهیسې تړلی پاتې دی، چې دا د دغه هېواد په تاریخ کې دویم ځل دی چې حکومت د دومره اوږدې مودې لپاره له فعالې ادارې پاتې کېږي.

د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم د فډرالي حکومت تړل ۳۵ ورځې دوام درلود.

امریکايي رسنۍ وایي، د فډرالي حکومت اوسنی بندېدل د کانګرس په دواړو خونو کې د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټو ترمنځ د بوديجې د نه تصویب له امله رامنځته شوی دی. د بوديجې د نه تائید له کبله د فډرالي حکومت ګڼې ادارې تړل شوې دي او زرګونه کارکوونکي یې دندې ته د نه تګ له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

اړوند خبرونه