ډېر لوستل شوي

د بلخ والي د «ترمذ» له چارواکو سره پر بېلابېلو مسایلو بحث کړی

د بلخ والي، محمد یوسف وفا د اوزبیکستان ترمذ ولایت ته له سفر وروسته هلته د بلخ او سرخاندریا ولایتونو ترمنځ د همکارۍ کاري کمیسیون پنځمه غونډه کې ګډون کړی دی.

امید راډیو ته په رالېږل‌شوي غږیز پيغام کې ویل شوي چې محمد یوسف وفا د ترمذ له والي «قاسیموف اوغلبیک» او نورو چارواکو سره په کتنه کې پر علمي، فرهنګي، کلتوري، امنیتي، تجارتي، زراعتي او د دوه‌اړخیزو سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا خبرې کړې دي.

سرچینې ویلي چې په دې کتنه کې همداراز د اقتصاد د پرمختګ لپاره د اوزبیکستان هیواد له خوا افغانانو په ځانګړې توګه سوداګرو او صنعتکارانو ته د ویزې ورکولو، د هوايي شرکتونو له لارې نورو هیوادونو ته د افغاني صادراتو او د ریل‌پټلۍ له لارې پر صادراتو او وارداتو هم بحث شوی دی.

د بلخ والي، محمد یوسف وفا د اوزبیکستان له چارواکو سره همداراز په سرحدي سیمو کې د امنیت لا ټینګښت او ډیپلوماټیکو اړیکو پر پياوړتیا هم غږېدلی دی.

اړوند خبرونه