د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري مرستیال، قاري عبدالولي صدیقي په مشرۍ د یاد وزارت د پراختیایي پروژو بودیجې د لګښت په اړه غونډه غونډه شوې ده.
د روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې غونډه کې ټینګار شوی چې د اسلامي امارت د اقتصادي کمیسیون د دویمې پریکړې له مخې دې د یاد وزارت ادارو ته ځانګړې شوې بودیجه د کال تر پایه په مناسب ډول تطبیق شي.
قاري عبدالولي صدیقي همداراز د پراختیایي پروژو له مسوولینو غوښتي چې ګډونوالو ته د پراختیایي پروژو بودیجې د لګښت، کاري پرمختګ او د مراحلو په اړه معلومات ورکړي.
سرچینې لیکلي چې په دې غونډه کې همداراز د پراختیایي پروژو مسوولینو د عامې روغتیا وزارت مشرتابه ته د پراختیایي بودیجې د لګښت او د هغوی د مرحلو په اړه معلومات ورکړي او ژمنه یې کړې چې په دې برخه کې به اړین اقدامات وشي.

