کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په یو شمېر ولایتونو کې ۳۲ کسان د نشهيي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا کسان په بلخ، کندوز، بدخشان، فاریاب، پروان، نیمروز، خوست،تخار، کاپیسا، کونړ او جوزجان ولایتونو کې نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت لیکلي چې له نیولشویو کسانو څخه یوه اندازه تریاک، شیشه، چرس، نشهیي ګولۍ او الکولي مشروبات هم ترلاسه شوي او دوی عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د دغو توکو لسګونه کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.

