ډېر لوستل شوي

امنيتي ځواکونو بغلان کې د «سرو زرو» د غلا په تور دوه پاکستاني اتباع نيولي

د بغلان ولایت د پلخمري ښار د لومړۍ امنیتي حوزې پولیسو د عملیات په ترڅ کې د يوې ښځې په ګډون دوه پاکستاني اتباع د «سرو زرو» د غلا پر مهال نيولي دي.

د بغلان امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر وايي، دغه کسان د طلافروشیو او صرافیو له غلاوو سره تړاو لري او د درېیو وروستیو ورځو په اوږدو کې یې په کابل، پروان او بغلان ولایتونو کې څو غلاوې کړي دي.

مسوولين وايي، له کابل څخه د ۶۰۰۰ ډالره په ارزښت زر، له پرانه د ۱۵۰ زره افغانۍ په ارزښت زيورات، او له پلخمري ښار څخه ۳۰۰ ډالره غلا شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د غلا شوې شتمنۍ يوه برخه بیرته ترلاسه شوې او د نورو مالونو د موندلو او احتمالي ملګرو د نیولو هڅې روانې دي.

د پلخمري ښار د لومړۍ امنیتي حوزې امر ملا عبدالوکيل احمدي وايي، نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې منلې چې له دې وړاندې یې په څو هېوادونو؛ سعودي عربستان، بحرین، عراق، چین، تایلنډ، ایران، دوبۍ، عمان او فرانسه کې هم غلاوې کړې دي.

د ښاغلي په وينا، دا موضوع ښيي چې یاد کسان د غلا یوې نړیوالې مسلکي شبکې غړي کېدای شي.

د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال مولوي عبدالحق حقاني د پولیسو د هڅو قدرداني کړې او ډاډ یې ورکړی چې پولیس د هېواد په هېڅ سیمه کې چا ته د تخریبي یا مجرمانه فعالیتونو اجازه نه ورکوي.

د ښاغلي حقاني په وينا، د بغلان پولیس نه یوازې د جرمونو د مخنیوي وړتیا لري، بلکې د هر ډول امنیتي ګواښ او بې نظمۍ پر وړاندې په پوره قاطعیت ولاړ دي.

اړوند خبرونه