ډېر لوستل شوي

د ملي دفاع وزارت «ژغورنې ټیم» هلمند کې ژورې برمې ته لوېدلې شپږ کلنه ماشومه ژغورلې

د ملي دفاع وزارت د «ژغورنې ټیم» په هلمند کې شاوخوا سل متره ژورې برمې (څاه) ته لوېدلې شپږ کلنه ماشومه ژغورلې ده.

د ۲۱۵ عزم قول اردو د ژغورنې تخنیکي ټیم مسوول عبدالله ویلي، چې دا پېښه تېره شپه د نوزاد ولسوالۍ په يوه سيمه کې رامنځته شوې وه او د ماشومې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی، خو د لا ښې درملنې په موخه يې سیمه‌‌ییز روغتیایي مرکز ته لېږدولې ده.

د ملي دفاع وزارت د ژغورنې یاد ټیم تر دې وړاندې هم د کندهار، هلمند او فراه په ولایتونو کې د هېوادوالو د ژغورنې په موخه ورته پېښو ته پر وخت رسېدنه کړې ده.

اړوند خبرونه