عامې روغتیا وزارت د مزار شریف ښار په بېلابېلو سیمو کې له ۵ ګدامونو او ۳۳ روغتیايي تاسیساتو څخه د نظارت خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د یاد نظارت په پایله کې ۱۶۵۰ کارتنه له نېټې تېر ګاز لرونکي مشروبات او ۱۴۴ کارتنه چکلېټ راټول او له منځه وړل شوي دي.
سرچینې لیکلي د بلخ عامې روغتیا ریاست نظارتي ټیمونو له لوري همداراز دوه درملتونونه له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي دي.
عامې روغتیا وزارت تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې له روغتیايي مرکزونو او نورو تاسیساتو څخه د نظارت په پایله کې د تاریختېره درملو او خوراکي توکو د له منځهوړلو راپور ورکړی و.

