د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رییس، مولوي غلام الرحمن کظیم، د یونیسف د اوبو او چاپېريال ساتنې له مسوول «شیوا سینګ» سره کتلي دي.
د امارتي شرکتونو لوی ریاست په اېکس پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو هېوادوالو ته د اوبو رسولو خدماتو د ګډې همکارۍ په اړه بحث او خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د یونیسف د دفتر له همکاريو مننه کړې او د ښاري فاضلابو د مدیریت په برخه کې یې له اړوندو ادارو څخه د همکارۍ د دوام هیله څرګنده کړې ده.
سرچینې لیکلي چې بلخوا د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ ادارې یا یونیسف د اوبو او چاپېریال ساتنې د دفتر مدیر، شیوا ناراین سینګ ښاريانو ته د منظمې اوبو رسونې په اړه له خصوصي سکتور سره پر ګډو همکاريو ټینګار کړی دی.
د دې کتنې پرمهال دواړو لوریو د کابل ښار سربېره د لویو ښارونو اوسېدونکو ته د غوره اوبو رسونې په موخه، د دا ډول غونډو د جوړولو په اړه ژمنې هم کړې دي.

