ډېر لوستل شوي

له ۲۰۳ منصوري قول اردو ۴۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ او د هېواد دفاع ته چمتو شوي

د ملي دفاع وزارت د ۲۰۳ منصوري قول اردو له ښوونیز مرکزه ۴۰۰ تنه ځوان منسوبین د درې میاشتنیو پوځي او عقیدوي زده کړو له بشپړولو وروسته تېره ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شوي دي.

د امید راډيو خبریال چې یادو مراسمو کې یې ګډون کړی و وايي، مسوولينو فارغانو ته د زده کړو د بریا مبارکي ورکړې او ټینګار یې وکړ، چې دوی اوس په عقیدوي او مسلکي ډول روزل شوي او د هېواد له پولو او ځمکنۍ بشپړتیا به په میړانه دفاع کوي.

په پای کې فارغانو د خپلو مهارتونو عملي ننداره وړاندې کړې او مراسم د بري ليکونو په وېشلو سره پای ته رسېدلي.
دا په داسې مهال ده، چې د ملي دفاع وزارت د يادې قول اردو څخه تر دې وړاندې هم له سلګونه ځوانان له مسلکي زده‌کړو فارغ او د هېواد دفاع ته چمتو شوي دي.

اړوند خبرونه