د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، شیخ محمد قاسم خالد د «UNODC» موسسې له رییس «پولیاک دیوان» سره کتلي او دواړو لوریو د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې اړوند پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
سرچینې لیکلي چې په دې کتنه کې شیخ محمد قاسم خالد د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه او د روږدو کسانو درملنه د اسلامي امارت مهم لومړیتوب بللی او په وینا یې چې ا.ا په نشت امکاناتو تر ډېره د نشهیي توکو مخنیوی کړی او د مبارزې په برخه کې ډېرې لاستهراوړنې لري.
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معین د یادې موسسې له استازو غوښتي چې د روږدو کسانو د درملنې او بدیل معیشیت په برابرولو کې لا ډېره مرسته وکړي.
د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت رسنيز مرکز د خبرپاڼې له مخې چې بلخوا د UNODC موسسې استازو د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت ژمنتیا او لاستهراوړنې ستایلې او په دې برخه کې یې هر ډول همکارۍ ته چمتوالی ښودلی دی.
د یادې موسسې استازو همداراز ډاډ څرګند کړی چې د روږدو کسانو د درملنې او د کوکنارو د بدیل د معیشیت برابرولو په برخه کې به مرسته کوي.

