ډېر لوستل شوي

“له تېرې یوې اوونۍ راهیسې سلګونه کیلو ګرامه نشه‌يي توکي نیول شوي”

د هلمند امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه او ځینو ولسوالیو کې سلګونه کیلو ګرامه نشه‌يي توکي کشف او نیول شوي دي.
خبرپاڼه کاږي چې په يادو نشه‌يي توکو کې ۴۰٫۱۰ ګرامه ښیښه، ۰,۱۰ ګرامه هیروئین، ۳۸٫۵ کیلو ګرامه پاخه تریاک، ۷۹٫۵ کیلوگرامه مایع تریاک او ۱۵۰ کیلو ګرامه ایف نشه‌يي مواد کشف او نیول شوي دي.
د سرچینې په وینا چې د دغو نشه‌يي توکو په تړاو اووه کسان نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
بلخوا د یاد ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي چې د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه کې ۶ زره ۴۴۳ کیلو ګرمه درمل او ۱۸۰ کیلو ګرامه نشه‌يي توکي راټول او له منځه وړل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا توکي د دغه ولایت فرعي ګمرکاتو رياست له لوري سوځول شوي دي.

اړوند خبرونه