ډېر لوستل شوي

لوګر کې دوه درملتونونه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي

عامې روغتیا وزارت په لوګر، پنجشیر او بادغیس ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو، د خوراکي او ارایشي توکو له پلورنځیو څخه د نظارت خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د یاد نظارت په پایله کې په لوګر ولایت کې دوه درملتونونه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي دي.
سرچینې لیکلي چې همداراز په پنجشیر کې ۲۰ قلمه له نېټې تېر درمل او په بادغیس کې ۱۶ قلمه بې‌کیفیته او له نېټې تېر خوراکي توکي او ۱۲ قلمه ارایشي توکي راټول شوي دي.
“راټول‌شوي بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر توکي د له منځه‌وړلو په موخه مرکزي ګودام ته لېږدول شوي دي.”
عامې روغتیا وزارت تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې له روغتیايي مرکزونو او نورو تاسیساتو څخه د نظارت په پایله کې د تاریخ‌تېره درملو او خوراکي توکو د له منځه‌وړلو راپور ورکړی و.

اړوند خبرونه