ډېر لوستل شوي

په ۹ ولایتونو کې نږدې ۱۰۰ روږدي کسان راټول شوي

کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د هېواد په ۹ ولایتونو کې په نشه‌يي توکو ۹۵ روږدي د درملنې په موخه راټول شوي دي. 

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کسان په لغمان، بدخشان، بامیان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، پکتیکا، فراه او بلخ ولایتونو کې راټول شوي دي. 

کورنیو چارو وزارت همداراز لیکلي چې دا روږدي کسان د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو لخوا راټول او د درملنې مرکزونو ته ور وپېژندل شوي دي. 

د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ پیل شوه او دا مهال په بېلابېلو روغتیایي مرکزونو کې لسګونه زره روږدي کسان تر درملنې لاندې دي. 

د ویلو ده چې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې لسګونه زره نور تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته روغ سپارل شوي دي. 

څه موده مخکې عامې روغتیا وزارت راپور ورکړی و چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۴۰ زرو ډېر روږدي کسان له درملنې وروسته بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

اړوند خبرونه