ډېر لوستل شوي

د حصارک اوسېدونکو د شخصي لګښت او اشر په مټ د ۴۴ کیلومتره سړک جوړولو ته مټې رانغښتې

د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ له مرکزه تر تېزين سيمې پورې د اوسېدونکو د عامه اشر له لارې د ۴۴ کیلومتره اوږد او د ۷ متره سور په درلودو سره د يو سړک د جوړولو چارې دوام لري.

ځايي مسوولين وايي، لسګونه ځوانان او مشران هره ورځ د بیلچو او اړینو وسایلو په مرسته د سړک په جوړولو بوخت دي او اړینه ماشينري هم ورسره مرسته کوي.

د حصارک ولسوال مولوي احمد نظامي ویلي، چې دا پروژه د سیمه‌ییزو خلکو، بهر مېشتو ځوانانو او شتمنو په مالي ملاتړ پیل شوې او د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند هم ورسره ۵۰۰ زره افغانۍ مرسته کړې ده.

قومي مشرانو او ځوانانو له حکومته غوښتي، چې د سړک د قیرریزۍ او پخولو په برخه کې هم عملي ملاتړ وکړي، څو خلک وکولای شي خپل کرنیز حاصلات او ناروغان په اسانۍ سره ښارونو ته ورسوي.

اړوند خبرونه