د غزني ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، چې د دغه ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۱۱ بېلابیلې پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د مسوولينو په وينا، په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او اوبیزو کانالونو جوړول شامل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د یادو پروژو د کار پر مهال سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه، او له بشپړېدو سره یې د ناوې ولسوالۍ د اوسېدونکو ګڼې ستونزې هوارې شوې دي.

