د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د عراق او پاکستان له زندانونو د ۴۳۳ تنه افغان کډوال له خوشې کېدو او هېواد ته له راستنېدو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت د کندهار او نیمروز د کډوالو چارو ریاستونو په حواله ويلي، ۴۳۰ تنه افغانان چې شاوخوا دوه میاشتې یې په پاکستان کې تېرې کړې وې، د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي، او درې تنه نور چې شپږ میاشتې یې په عراق کې بندیان وو، د نیمروز له لارې بېرته راستانه شوي دي.
مسوولینو ویلي، یاد کسان له اړوندو ادارو سره د قانوني چارو له بشپړېدو وروسته خپلو سیمو ته استول کېږي. دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت د هڅو په پايله کې د ګاونډيو هېوادونو له بندخونو څخه په سلګونه افغان بنديان ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

