ډېر لوستل شوي

د اقتصاد وزیر د یوناما له استازو سره د راستنېدونکو هېوادوالو پر ستونزو غږېدلی

د اقتصاد وزیر، قاري دین محمد حنیف د UNAMA له استازي «ریچارد ترنچارد» او IOM له استازې «می‌هیونګ پارک» سره کتلي دي.
د اقتصاد وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې قاري دین محمد حنیف د کډوالۍ نړیوال سازمان د فعالیتونو له دوه‌کاري ساعتونو څخه دریو ته د زیاتولو او د رحمت مینې په سیمه کې د خیمو د زیاتولو غوښتنه کړې ده.
بلخوا د یوناما استازي، ریچارد ترنچارد د کډوالو ستونزې منلې او ډاډ یې څرګند کړی چې ملګري ملتونه او همکار بنسټونه د هر اړخیزو خدماتو وړاندې‌کولو لپاره کار کوي.
د خبرپاڼې له مخې چې بلخوا د کډوالۍ د نړیوال سازمانIOM)) استازې، مېرمن می‌هیونګ د لارو تړل د ستونزې اصلي لامل بللی او ژمنه یې کړې چې د سازمان فعالیتونه به دریو کاري وختونو ته لوړ شي.
په وروستیو کې له ګاونډیو هېوادنو څخه د افغانانو راستنېدل په بېسارې توګه زیات شوي او اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه د راستنېدونکو بهیر په ښه ډول مدیریت شوی دی.

اړوند خبرونه