د لوګر ولایت امنیه قومانداني وايي، د مرکز اړوند د عمرآباد په سیمه کې د یوې دردناکې پېښې عاملین نیول شوي دي.
د يادې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، تېره شپه په عمرآباد سيمه کې دوه ښځې لومړی بېهوښه شوې او وروسته يې د تبر په وسيله په «وحشيانه» توګه وژل شوې دي.
د مسوولينو په وينا، بریدګرو له پېښې وروسته له کور څخه شاوخوا دوه لکه افغانۍ او څلور زره امریکایي ډالر هم غلا کړي او له سیمې تښتېدلي وو.
د کورنیو چارو وزارت د استازي سید رسول مخلص په مشرۍ د څېړنې ټیم او د لوګر امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د څانګې د منسوبینو په ګډو هڅو د پېښې دوه تنه عاملین نیول شوي او په خپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی.
چارواکي وايي، نیول شوي کسان به د لومړنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

