ډېر لوستل شوي

هلمند کې دوه درملتونونه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي

عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د هلمند په «موسی کلا، باغران او بغني» ولسوالیو کې له یو شمېر درملتونونو، لابراتوارونو، د غاښونو کتنځایونو، د درملو او خوراکي توکو عمده پلورنځیو، هوټلونو او د مالګې له تولیدي شرکتونو څخه نظارت شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د یاد نظارت په پایله کې موسی‌ کلا ولسوالۍ کې دوه درملتونونه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې او درې د مالګې شرکتونه د غیرمعیاري تولید له امله تړل شوي دي.
سرچینې لیکلي چې همداراز په یادو ولسوالیو کې نږدې ۴ ټنه له نېټې تېر درمل، خوراکي او غیرخوراکي توکي هم راټول او له منځه وړل شوي دي.
“دغه نظارت د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو له لوري شوی دی.”
عامې روغتیا وزارت تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې له روغتیايي مرکزونو او نورو تاسیساتو څخه د نظارت په پایله کې د تاریخ‌تېره درملو او خوراکي توکو د له منځه‌وړلو راپور ورکړی و.

اړوند خبرونه