ډېر لوستل شوي

بادغیس کې د ۱۴٫۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو دوې شبکې جوړې شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی چې په بادغیس کې د اوبو رسولو دوو شبکو او د اوبو د تصفیې سیسټم چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا پروژې د بادغیس په مرکز قلعه‌نو، بالامرغاب او قادس ولسوالیو کې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.
سرچینې لیکلي: “په دغو شبکو کې د ۱۳ زره ۸۸۷ مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۲۴۱ نلکو او ۵۲ سولري تختو نښلول شامل دي.”
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت دا هم ویلي چې د دغو پروژو د پلې‌کېدو پرمهال لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او د چارو په بشپړېدو سره یې ۱۰۵۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.

اړوند خبرونه