د کندوز امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی د دغه ولایت په «دشتارچې» ولسوالۍ کې هغه ځوان ازاد شوی چې له کلونو راهیسې په یو کور کې په ځنځیرونو تړل شوی و.
د کندوز امنیې قوماندانۍ ویاند، جمعهالدین خاکسار په اېکسپاڼه لیکلي چې دا ځوان پرون (یکشنبې، لړم ۱۸مه) د دشتارچې ولسوالۍ په «حاجي جمعه خان» کلي کې ازاد شوی دی.
سرچینې لیکلي چې یاد ځوان له کلونو راهیسې د خپلې کورنۍ غړو په ځنیځیرونو تړلی و چې د پولیسو د عملیاتو په پایله کې ازاد او د طبي پاملرنې په موخه روغتیایي مرکز ته لېږدول شوی دی.
جمعهالدین خاکسار دا هم لیکلي چې د دې پېښې په تړاو د یاد ځوان پلار او ورور نیول شوي دي.
د اسلامي امارت پولیسو تر دې مخکې هم په ځینو ولایتونو کې لسګونه کسان له ورته چلند څخه ژغورلي وو.

