ډېر لوستل شوي

پنځو ولایتونو کې ۲۱ مجرمین نیول شوي

کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې پولیس ځواکونو په پنځو ولایتونو کې ۲۱ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.
د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي دا کسان په نیمروز، هرات، فاریاب، خوست او جوزجان ولایتونو کې نیول شوي دي.
د سرچینې په وینا چې په نیمروز کې ۱۱ د انساني قاچاق، دوکه‌کولو او د اسنادو د جعل په تړاو او پاتې نور د غلا په تړاو په یادو ولایتونو کې نیول شوي دي.
د امید راډیو د مخکني راپور له مخې چې د اسلامي امارت ځواکونو تر دې مخکې هم د پلازمېنې، کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو سلګونه کسان نیولي او اړوندو ارګانونو ته ورپېژندلي وو.
کورنیو چارو وزارت بار بار ټینګار کړی چې د اسلامي امارت پولیس به د هغو کسانو د فعالیتونو مخه نیسي چې د ټولنې امنیت ګډوډوي او د هېوادوالو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

اړوند خبرونه