په ننګرهار کې هغه درې کسان نیول شوي چې د یو سړي د وژلو هڅه یې کړې وه.
د کورنیو چارو وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دغو کسانو د ۱۰۰ زره افغانیو په بدل کې د یاد ولایت په یو اوسېدونکي ډزې کړې وې هغه یې ټپي کړی او د هغه د وژلو هڅه یې کوله.
د خبرپاڼې له مخې چې پولیسو په چټک غبرګون سره یاد کسان د وژلو له توکو سره لاس په لاس نیولي او له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوي دي.
د اسلامي امارت ځواکونو تر دې مخکې هم د پلازمېنې، کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو سلګونه کسان نیولي او اړوندو ارګانونو ته ورپېژندلي وو.
کورنیو چارو وزارت بار بار ټینګار کړی چې د اسلامي امارت پولیس به د هغو کسانو د فعالیتونو مخه نیسي چې د ټولنې امنیت ګډوډوي او د هېوادوالو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

