د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي چوپړتياوو مرستيال مولوي عبدالولي حقاني وايي، د شکرې ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره د «ګډ پوهاوي» غونډه د دې ناروغۍ د مهار لپاره ګډه هڅه څرګندوي.
د اميډ راډيو خبريال د «شکرې د کنټرول په تړاو پوهاوي» ځانګړي پروګرام کې د ښاغلي حقاني په حواله ويلي: “د ویاړ ځای دی چې نن د شکرې د پوهاوي لپاره سره راټول شوي یو. د شکر ناروغي یوازې فردي ستونزه نه، بلکې ټولنیز چلنج دی، او همدې لپاره اسلامي امارت په مشخصو چوکاټونو کې د حل لپاره کار کوي.”
د روغتيايي چوپړتياوو مرستيال زياته کړې، چې د عامې روغتيا وزارت د المپیک ملي کمېټې په همکارۍ د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره ځانګړي پروګرامونه پر مخ وړي، څو خلک د شکرې د مخنیوي، پېژندنې او مدیریت په برخه کې لا ښه پوهه ترلاسه کړي.

