ډېر لوستل شوي

فاروقي: له پاکستانه د غیرقانوني سوداګریزو توکو د راوړلو مخه نیول شوې

د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله عقاب فاروقي وايي، سرحدي ځواکونه هېڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې له پاکستانه افغانستان ته سوداګريز توکي په غیرقانوني ډول انتقال کړي.
فاروقي وایي، د همدې اقداماتو په دوام کې د سرحدي پولیسو منسوبینو تېره شپه او نن ورځ په غيرقانوني توګه د درملو او مېوه‌جاتو د راوړلو هڅې شنډې کړې دي.
چارواکي زیاتوي، سرحدي ځواکونه د غیرقانوني راکړې ورکړې د مخنیوي لپاره پر پوله خپل حضور او څارنه نوره هم پیاوړې کړې او هېڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې د اسلامي امارت قوانين او پرېکړې نقض کړي.

اړوند خبرونه