ډېر لوستل شوي

نيمروز کې د لسګونو تاریخي آثارو د قاچاق مخه نيول شوې

د نيمروز ولايت د زرنج ـ دلارام لويه لار کې امنيتي ځواکونو د لسګونو تاریخي آثارو د قاچاق مخه نيولې ده.
د ياد ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د نيمروز د شاهراه کنډک مجاهدينو د خپل عملياتو په ترڅ کې بهر ته له همدې ولايته د لسګونه تاريخي اثارو د انتقال مخه نيولې ده.
د نيمروز د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتی حبيب‌الله الهام د امنيتي ځواکونو له هڅو مننه کړې او ويلي يې دي، چې ۴۸ تاریخي اثار، چې د بېلابېلو تاريخي دورو پورې تړاو لري، د شاهراه د کنډک له لوري کشف او ضبط شوي او د دې ولایت موزيم ته سپارل شوي دي.
الهام زياته کړې، چې د تاریخي او فرهنګي آثارو د غصب، تخريب او غيرقانوني معاملاتو د مخنیوي لپاره د امنيتي ارګانونو تر منځ ښه همغږي شتون لري او هېڅ چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې ملي میراث قاچاق يا تخریب کړي.

اړوند خبرونه